د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې مشر وايي چې روسیه لاهم د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د لاسوهنو هڅو ته دوام ورکوي. ددې ادارې مشر کریستوفر ورې د استازو جرګې د امنیتي کمېټې له غړو سره په خبرو کې ویلي د روسیې هدف دا دی چې په ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن بدنامه کړي. ورې زیاته کړې روسیه له بهر څخه د نفوذ لپاره په هغو ورانکارو فعالیتونو کې لاس لري چې هدف یې د ټولنیزو شبکو، نیابتي ډلو، دولتي رسنیو او انلاین خپرونو له لارې بایډن ته زیان اړول دي. د امریکا د تحقیقاتو ادارې مشر زیاته کړې، دده اصلي اندېښنه دا ده چې د پرله پسې ناسمو معلوماتو د خپرولو منظمه لړۍ ښايي د نومبر په درېیمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو پر پایلو خلک بې باوره کړي.






































