دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرکزي ډېټابېس ته د بايومېټريک ډېټا لېږد پيل کړ

نوومبر 5, 2018
in افغانستان
0 0

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ډېټابېس سيستم مرکز پرانیست او دغه مرکز ته یې د بایومېټریک اطلاعاتو د انتقال پروسه پیل کړه. له بلې خوا مشرانو جرګې د کمېسيون د هغې طرحې ملاتړ کړی چې پر بنسټ يې د ولايتي شوراګانو ټاکنې له ولسمشريزو ټاکنو جلا کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې سرور یا ډېټابېس ته د بایومېټریک اطلاعاتو د انتقال بهیر پرون یکشنبه د کورنيو او بهرنيو څارونکو بنسټونو په حضور کې رسماً پیل شو.

د کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات وايي، دا کار د شفافیت د تأمین او په ځانګړي ډول د رایو له تکراره د مخنیوي په هدف شوی دی.

سادات ويلي، تر دې مهاله له ۲۳ ولایتونو د بایومېټریک سيستم مواد کابل ته را انتقال شوي دي او د لسو نورو ولایتونو مواد به راروانو ورځو کې را انتقال شي او هڅه کېږي چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان پورې به دا پروسه بشپړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ کمېسیون د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ خبره وکړه.

د کمېسیون چارواکي وايي چې د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې به د عقرب په دويمه او د کابل به بیا د همدې میاشتې په لسمه نېټه اعلان شي.

له مهالوېش سره سم د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د عقرب د میاشتې په نولسمه اعلان شي، خو کمېسیون دا موده څو نورو ورځو ته هم وغځوله.

پر ټاکنو د څار بنسټونه بیا د ټاکنو کمېسیون پر کړنو نيوکه کوي او وايي، دا تګلارې نه شي کولای چې پاکې رایې له تقلبي رایو جلا کړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده وایي، د ټاکنو کمېسیون دې له خپلو همکارانو او شریکانو سره په سلا مشورو د رایو په شمېرلو کې په یو سم میکانېزم کار وکړي، ځکه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوازې د بایومېټریک سيستم له لارې نتیجې ته نه شي رسېدلی او ستونزې به پر خپل ځای موجودې وي.

په داسې حال کې چې پر ټاکنيزو کمېسيونونو نيوکو زور اخيستی، د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي چې ډېر ژر به د ولسمشريزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي ويلي، کمېسيون سياسي ګوندونو او مدني ټولنو ته يوه طرحه سپارلې چې پر بنسټ يې د ولسواليو او ولايتي شوراګانو ټاکنې له ولسمشريزو ټاکنو جلا په يو وخت ترسره کېږي.

مشرانو جرګې د کمېسيون ددې طرحې ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې ټولې ټاکنې پر يوه وخت نه شي ترسره کېدای.

په مشرانو جرګه کې د غزني استازي محمدرحيم حسنيار وويل، که وضعيت په همدې شکل دوام کوي نو پر يوه وخت د ټولو ټاکنو ترسره کول به کړکېچ رامنځته کړي.

د مشرانو جرګې دویم منشي محمد اصف صدیقي چې د پرونۍ ناستې مشري یې پر غاړه وه هم د ولایتي شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو د جلا ترسره کېدو په اړه د کمېسیون د پرېکړې هرکلی وکړ او له سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو یې وغوښتل چې د کمېسیون له دې طرحې ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي ګوندونو او د ټاکنو څارونکو بنسټونو ویلي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د جلا ترسره کېدو طرحه د قانون خلاف او د لویې جرګې جوړېدو ته د زمینې له برابرولو تېښته ده.

Tags: featured
Share24Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In