د ټرمپ ټاکنیز سیال جو بایډن وایي ټرمپ دومره هوښیار او پوه سړی نه دی. نوموړي له ټرمپ سره تر کېدونکې مناظرې یوه ورځ مخکې ویلي چې ټرمپ یو دروغجن سړی دی، هوښیار نه دی، د امریکا د ډېرو مسایلو په اړه بې خبره دی، پر ډېرو لویو مسئلو یې سر نه خلاصېږي او یوازینی شی یې چې زده دي سپکې سپورې او دروغ دي. جو بایډن ویلي ټرمپ به په مناظره کې هېڅ راز تخنیکي خبره و نه کړي، بلکې هڅه به وکړي دده پر شخصیت نیوکې وکړي او یا یې شخصي ژوند ته د ننه شي. بایډن ټرمپ ته د یوه ناپوهه او دروغجن سړي خطاب کړی دی. تر دې وړاندې بیا ټرمپ هم پر جوبایډن ګڼې نیوکې کړې دي. د امریکا ولسمشریزې ټاکنې له لومړي سره له ګډوډیو او ناندریو ډکې دي او دا وېره شته چې د پایلو پر سر ښایي پراخ اختلافونه رامنځ ته شي.






































