د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې یو میلیون او ۶۳۷۷ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي. له دې سره جوخت د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې که پاملرنه و نه شي نو ښایي د کرونا راتلونکې څپې تر دې هم خطرناکې وي. دغه سازمان د تشخیص د نوو او ارزانه کېټونو د جوړېدو خبر هم ورکړی دی. د سرچینې په خبره هر کېټ پنځه دالره بیه لري، چې پرېمانه به جوړېږي، په بېوزله هېوادونو کې به هم پیدا کېږي او خلک کولی شي په اسانه خپله ناروغي تشخیص کړي او اړین تدابیر ونیسي. د روغتیا نړیوال سازمان هیله ښودلې چې هېوادونه له یو بل سره په همکارۍ ددغه ویروس د پراختیا مخه ونیسي.






































