هند وايي، د کشمیر پولې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې درې تنه هندي پوځیان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي. د هند د پوځ ویاند راجیش کلیا ویلي، شپږو پوځیانو ته یې هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې پاکستاني پوځیانو د کوپواړې سیمې ته نږدې پر شمال ختیځ نوګرام سیمه د هاوان او نورو وسلو ګولۍ وویشتې. ده همداراز وویل چې دوو نورو پوځیانو ته یې وړمه شپه په پونچ سیمه کې مرګ ژوبله اوښتې ده. په همدې حال کې پاکستان پرون په اسلاماباد کې د هند یو ډیپلومات د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او د اوربند د سرغړونې په خاطر یې خپل اعتراض ورته څرګند کړ.






































