د امریکا د اوروژنې ادارې ویلي چې سږ کال اورلګېدنې په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې وې او په ګڼو ساحو کې یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی. د سرچینې په خبره په څلورو ځایونو کې خورا پراخه اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې ټولټال یې څلور میلیونه هکتاره ځنګل سوی دی. امریکایي چارواکي وایي دوی په یوه وخت کې ان د پنځوس زره هکتاره ځمکې پر سر د اوروژنې وړتیا نه لري، خو اوس له داسې یوه وضعیت سره مخ دي چې باید پر درې سوه زره هکتاره ځمکه د بل شوي اور پر وړاندې مقابله وکړي. اورلګېدنه له اګست میاشتې راهیسې روانه ده او لا هم د کلیفورنیا او نورو ایالتونو ځنګلي سیمې د لمبو خوراک کېږي.






































