د چین نړیوالې راډیو (CRI) د خبر له مخې چين په نړۍ کې يوازينی اقتصاد دی، چې سږ کال يې هم اقتصادي وده درلوده. نړيوال وجهي صندوق د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د نړيوال اقتصاد د راتلونکي په اړه راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې اټکل کېږي، چې سږ کال به نړيوال اقتصاد 4.4 سلنه کمزور شي، خو د چين اقتصاد به 1.9 سلنه پرمختګ ومومي. چين په نړۍ کې يوازينی اقتصاد دی چې سږ کال يې اقتصاد مثبت پرمختګ مومي.
په ياد راپور کې راغلي، نړيوال اقتصاد د احيا په حال کې دی. د چين په مهمو خدمتونو سره نړيوالې سوداګرۍ له تېر جون راهيسې ګام په ګام عادي شوې دي. خو له دې امله چې په ځينو سيمو کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو سرعت ګړندی شوی، په تېر اګست کې په ډېرو هېوادونو کې اقتصادي احیا بېرته ګمزورې شوې ده.



































