د قرغزستان ولسمشر سورونبای جینبکوف په دې هېواد کې د پراخو لاریونونو په لړ کې له خپلې دندې استعفا کړې ده. نوموړي ویلي، د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره له خپلې دندې لاس په سر شوی. هغه ویلي، نه غواړي د داسې ولسمشر په توګه یې د قرغزستان په تاریخ کې نوم ثبت شي، چې لاسونه یې د خپلو وګړو په وینو ککړ وي. سورونبای جینبکوف خلک سولې ته وروبلل او خبرداری یې ورکړ چې هېواد یې د کړکېچ په درشل کې دی. قرغزستان کې له یوې نیمې اونۍ راهیسې، د پارلماني ټاکنو د پایلو په تړاو لاریونونه روان دي. د پارلماني ټاکنو د اعلان شویو پایلو مخالفان وايي، ټاکنو کې درغلۍ شوې؛ چې نړیوالو څارونکو یې دا ادعا موجه او د اندېښنې وړ بللې ده.






































