امریکایي سناتور برني سندرز په تازه څرګندونو کې ویلي چې کرونا ویروس په امریکا کې تباهي جوړه کړې ده خو ټرمپ په خپلو خیالي څرګندونو او دروغو خلک تېرباسي. دده په خبره په هرو څلورویشتو ساعتونو کې تر ۶۵ زره پورې نوې پېښې په امریکا کې ثبتېږي خو ټرمپ لا هم دا خطرناک نه بولي او په خپلو کمپاینونو بوخت دی. برني سندرز پر امریکایانو غږ کړی چې ټرمپ دې دا ځل واک ته نه رسوي ځکه هغه تر علم په استورو ډېر باور لري او دده د ضدیت او بې علمۍ له امله امریکا د تباهۍ په لور روانه ده.






































