اذربایجان او ارمانیا یو ځل بیا د بشري اوربند پر سر هوکړه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې پر اوربند خبرې او بحثونه کړي دي چې اوربند به د نن دوشنبې له اتو بجو د عملي کېدو وړ وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دواړو هېوادونو د هغه توافق پر عملي کولو ټینګار کړی چې مخکې یې لاسلیک کړی و خو یوې خوا هم عمل نه و ورباندې کړی. دا ځل ټینګار شوی چې ارمانیا او اذربایجان به د اوربند هوکړه عملي کوي او له پاروونکو اقداماتو به ډډه کوي. یادو هېوادونو تر دې وړاندې په مسکو کې هم پر اوربند توافق وکړ خو څو ساعته وروسته مات شو او جګړې له سره ونښتې.






































