راپورونه وایي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت په دغه هېواد کې د ۲۰۲۰ میلادي کال تر ټاکنو وروسته احتمالي کورنیو نا ارامیو ته چمتولی نیسي. سي ان ان د خپلو سرچینو له قوله ویلي، امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو په رانږدې کېدو په دغه هېواد کې د کورني تاوتریخوالي ګواښ ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی. راپور کاږي چې د امریکایي دولت له چمتوالي وروسته داسې ښکاري چې دا هېواد به د پراخ تاوتریخوالي شاهد وي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د پایلو تر څرګندېدو مخکې ځان راتلونکی ولسمشر بولي او د واک د سولهییز لېږد په اړه د خبریالانو پوښتنو ته خاندي او وایي، شرم دی چې د جوبایډن په څېر یو کس ترې ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.






































