د رسنیو د راپورونو له مخې حاجي نجیب الله څلور څلوېښت کاله عمر لري او په ۲۰۰۸ز کال کې یې په هلمند کې یو امریکايي خبریال له خپلو دوو افغان همکارانو سره تښتولی و. حاجي نجیب په اوکراین کې اوسېدو چې اوس له دغه هېواد امریکا ته مسترد شوی دی. د راپورونو له مخې یوې امریکایي محکمې ویلي دي چې پر ده د امریکایي خبریال او دوو افغان همکارانو تښتونه ثابته شوې ده او د قضیې د لا بشپړولو لپاره دده حضور حتمي دی. امریکا ددغه خبریال هویت نه دی په ډاګه کړی خو په ۲۰۰۸ز کال کې د نیویارک ټایمز خبریال ډويډ روډ په هلمند کې تښتول شوی و.






































