په ترکیه کې د «اژه» سمندر په ساحل کې زلزلې ۱۹ تنه مړه کړي او شاوخوا ۱۲۰ نور ژوبل دي. چارواکي وايي د رېختر په کچه د زلزلې شدت اووه درجې و. دغې زلزلې استانبول ته نږدې ځینې سیمې او د یونان جزایرو ځینې برخې هم لړزولې دي. ترکي چارواکي وايي د یونان د «ساموس» په جزیره کې دغې زلزلې دوه کسان مړه کړي او اته نور ژوبل دي. په ترکیه کې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک تر ړنګو شویو ودانیو لاندې ګیر پاتې دي. د «ازمیر» ښاروال ویلي دي چې تقریبآ ۲۰ ودانۍ نسکورې شوې دي او په خبره یې ۷۰ تنه تر دې دمه ژغورل شوي دي.






































