امریکا یو ځل بیا ویلي چې ایراني حکومت د امریکایي رایې ورکوونکو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړی دی. د امریکا استخاباراتي ادارو ویلي ایراني هکرانو د ایران د حکومت په ملتیا هڅه کړې چې امریکایي رایې ورکوونکي وګواښي او له رایې ورکولو یې را وګرځوي. امریکا یوه میاشت وړاندې هم دغه ډول ادعا کړې وه او ویلي یې وو چې ایران او روسیې په ګده د امریکایي رایې ورکونکو د ګواښلو هڅه کړې او دوی ته یې ګواښوونکي پیغامونه لېږلي دي. د همدې راپورونو په دوام يې پر ایران نور بندیزونه هم وضع کړل. خو ایران بیا دغه ادعا رد کړې او په خبره یې امریکا یوازې د ایران د ځپلو لپاره د پلمو په لټه کې ده.






































