د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ډیموکراټ نوماند جوبایډن وایي، ان اوس لا د بریا احساس کوي. نوموړي په پیټسبرګ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي، ښایي تر ټاکنو وروسته د بریا جشن لمانځلو لپاره په همدې ځای کې سره راټول شي. بایډن زیاته کړې، د واک د لېږد چارې ستاسې په لاس کې دي، که خلک وغواړي کولی شي د امریکا موقف پیاوړی او د ټرمپ ټغر له سپینې ماڼۍ څخه د تل لپاره وباسي. نوموړي ویلي، د ګډوډۍ جوړولو لپاره د ټرمپ هڅې بې مانا دي، یوازې د خلکو رایې د امریکا سرنوشت ټاکلی شي. هغه ویلي، ډاډه دی چې دا ځل به د خلکو په مرسته او ملاتړ د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته ننوځي.






































