د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادراه پلان لري په عربي متحدو اماراتو د ۲.۹ ملیاردو ډالرو په ارزښت په وسلو سمبالې پرمختللې ډرون الوتکې پلوري. د بهرنیو چارو وزارت همدرانګه د دې معاملې نه وړاندې په عربي متحدو اماراتو د ایف – ۱۶ جنګي جیټ الوتکو د احتمالي پلور په هکله هم خبر ورکړی و. د امریکا د سنا او استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي به اوس په عربي متحده اماراتو د ډرون الوتکو د پلور موضوعات څېړي او د رد کولو حق يې لري. د دغو کمېټو غړو پخوا هم په یمن کې د عربي متحده اماراتو په نقش نېوکې کړې وې. یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې کانګریس ته د پنځلسو ډرون الوتکو د پلور په هکله خبر ورکړل شوی او احتمال شته چې درې نورې الوتکې هم په دې معامله کې ور اضافه کړل شي.






































