د اسوشیټډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا په اتلانتا ښار کې یو وسله وال کس په ډزو درې تنه وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. راپور کې د اتلانتا د پولیسو له قوله ویل شوي چې دا پېښه پرون په یوه تفریحي ځای کې رامنځته شوې ده، چې په پایله کې یې د یو امریکایي رپ ویونکي سندرغاړي په ګډون درې کسان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې تر پېښې وروسته یې سیمه کلابنده کړې ده خو د انګېزې په اړه یې څه نه دي ویلي.






































