د امریکا د سنا جرګې ډیموکراټ غړي ویلي چې دوی په یمن کې د سعودي د جګړې مخالف دي او هڅه کوي چې په دغې جګړه کې د سعودي مالي ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي. رو خانا د ټرمپ د ادارې د بهرنیو چارو پر وزیر مایک پومپیو هم توندې نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې دوی په وار وار نوموړي ته ویلي چې له امریکایي وسلو دې په یمن کې د خلکو د کورونو په نړولو کې کار نه اخیستل کېږي خو هغه یې پر خبرو هیڅ غوږ نه دی ګرولی. نوموړي دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر په توګه د جو بایډن تر ټاکل کېدو وروسته کړې دي.






































