په نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر پنځوس میلیونو واوښت. د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې دمګړی د مثبتو پېښو شمېر تر پنځوسو میلیونو اوښتی دی او دغه وبا د چټکې پراختیا په حال کې ده. نړیوال څېړنیز بنسټونه بیا وایي چې په اروپايي هېوادونو کې د کرونا وبا دویمې څپې خورا ستر ګواښونه پېښ کړي دي او تر لومړۍ هغې یې د پراختیا چټکتیا ډېره ده. همدا راز ددغه وبا له امله د مړو شوو شمېر هم له ۱ میلیون او ۲۵۰ زره کسانو اوښتی دی. د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا هم پر هېوادونو غږ کړی چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې توګه خپل وګړي له دې وژونکي وبا وژغوري.






































