د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي چې ریاض د امریکا له نوي دولت سره نږدې مناسباتو ته خوشبین دی. نوموړي له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي، سعودي دولت به د امریکا له راتلونکې ادارې سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، جو بایډن یو پوخ سیاستوال دی او د هغه سابقې ته په کتو ویلی شي چې د امریکا په بهرني سیاست کې به د پام وړ بدلون رامنځته نه شي. الجبیر ویلي، د اسلامي نړۍ د ټولو مسائلو کیلي د سعودي په لاس کې ده او دوی به له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره ګډې مبارزې ته دوام ورکړي.






































