د راپورونو له مخې، ممکن د ټرمپ په نامه شرکت کې د ډونالډ ټرمپ او د هغه د درې زامنو فعالیتونه د دوی لپاره د یوې جزایي دوسیې باعث شي. د فوکس په نامه یوې الماني نشریې د خپل لیکوال ساندرا ورډ د یوې مقالې په ترڅ کې ویلي، ډېر امکان شته چې ډونالډ ټرمپ او د هغه درې زامن د خپلو کړنو له امله زندان ته لاړ شي. لیکوال د تیموني سنایډر په نامه د یو امریکایي تاریخ لیکونکي له قوله ویلي، له زندانه د ټرمپ د بچ کېدو یوازینی لامل سپینه ماڼۍ وه او په خبره یې، ډېر موارد شته چې له امله یې ټرمپ زندان ته تللی شي. د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، ټرمپ په تېرو شلو کلونو کې مالیه نه ده ورکړې او له همدې درکه څه باندې ۹۰۰ میلیونه ډالر پوروړی دی.






































