سکای نیوز راپور ورکړی دی چې امریکا غواړي له عراق څخه خپل یو شمېر ډیپلوماټان وباسي. د راپور له مخې، امریکا دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې ده چې ویل کېږي د عراق په تر ټولو امن ساحه کې هم د امریکایي سفارت پر ډیپلوماټانو د بریدونو خبرداری ورکړل شوی دی. د امریکا د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط سکای نیوز ته ویلي چې دوی په عراق کې پر خپلو یو شمېر کارکوونکو باندې د بریدونو خبرداری تر لاسه کړی دی او دا کار د هغوی د خوندیتابه لپاره کوي. د یادونې ده چې د عراقي پارلمان ډېر شمېر غړو په وار وار له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده خو امریکا په بېلو پلمو په عراق کې خپل حضور ته دوام ورکړی دی.






































