د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کرونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او ښايي لسیزې وخت ونیسي چې بېرته سم شي او یواځې په واکسین هر څه نشي جوړېدلی. ګوترش ویلي، د وبا ټولنیز او اقتصادي اغېز ډیر زیات دی او لا هم زیاتېږي. د ملګروملتونو لخوا په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې ددغې وبا له امله به سږ کال شاخوا د ۳۲ میلیونه خلکو اقتصادي حالت سخت خراب شي. په راپور کې راغلي، چې ملګروملتونو هڅه کړې چې بشري مرستې میلیونونو خلکو ته ورسوي. ګوترش پر اقتصادي مرستو ټینګار کړی او ویلي يې دي، هغو هېوادونو ته دې په قرضو کې نرمښت راوستل شي چې ورته اړتیا ولري. د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر دې دمه په نړۍ کې له کرونا وبا څخه د مړو شمېر یو نیم میلیون ته نږدې شوی او پرې د اخته کسانو شمېر نږدې ۶۵ میلیونو ته رسېږي.






































