د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد له نشهیي توکو سره پر کارنده مبارزې ټینګار کړی دی. نوموړي له روسیه الیوم سره په مرکه کې ویلي چې دوی به له نشهیي توکو سره پیاوړې مبارزه وکړي او د دې کار لپاره پروګرامونه لري. مجاهد زیاته کړې چې د مخدره توکو لومړنی زیان په افغانستان کې دننه خلکو ته رسېږي، د ده په وینا اوسمهال په دغه هېواد کې تر درې میلیونه ډېر وګړي پر نشهیي توکو روږدي دي چې دا یو ناورین دی، نو دوی به هڅه وکړي چې د مخدره توکو د کښت کچه صفر ته راټیټه کړي. هغه څرګنده کړې چې په یوازې له دې ناوړه پدیدې سره مبارزه سخته ده نو سیمه ییز هېوادونه هم باید په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي. د ده په وینا کروندګر باید قانع شي چې د کوکنارو او نورو نشهیي توکو پر ځای نور حلال کښتونه وکړي.



































