ملګري ملتونه افغانستان ته د شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرستې د جلب په لټه کې دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ویلي چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او اوس ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره ددغه ناورین د لا پراختیا مخه ونیول شي. د نوموړي په خبره د طالبانو تر حاکمیت مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلیونه وګړو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لرله او اوس هم دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده. ملګري ملتونه وایي دوی په دې لټه کې دي چې د افغانستان لپاره ژر تر ژره شپږ سوه میلیونه بشري مرسته برابره کړي او له مرستندویه هېوادونو یې غوښتي چې له سیاسي ملحوظاتو پرته ددغه مرستې په برابرولو کې ونډه واخلي. یادې ادارې، وچکالي، جګړې، کډوالي او نا امنۍ ددې بشري ناورین ستر لاملونه ښودلي او تمه لري چې د نړیوالو په مرسته دغه ناورین کابو کړل شي.



































