ازبکستان له افغانستان سره د لسګونه ټنه خوراکي او طبي توکو مرسته کړې ده. د ا.ا.ا د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ازبکستان نن په مزار شریف ښار کې افغان لوري ته شاوخوا ۱۳۰۰ ټنه مرسته شوي خوراکي او طبي توکي تسلیم کړي دي. د نوموړي په خبره په دې مراسمو کې د افغانستان له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد، د بلخ والي مولوي قدرت الله او د ازبکستان له لوري د یاد هېواد د ولسمشر استازي عصمت اکا ګډون کړی و. افغان لوري د ازبکستان له دې بشردوستانه مرستو مننه کړې ده او په راتلونکې یې د لا پراختیا غوښتنه کړې.



































