نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې ددغه نړیوال بنسټ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. د وانګ یې په خبره په افغانستان کې په وروستیو کې ستر تحولات رامنځ ته شوي چې له امله یې افغانان اغېزمن شوي دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. هغه ټینګار کړی چې د نورو نړیوالو بنسټونو تر څنګ دې د جي ۲۰ غړي هېوادونه هم له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي. هغه یو ځل بیا پر امریکا او نورو نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، ځکه دا د افغانانو شتمني ده او له دې پیسو باید پر دوی د سیاسي فشار لپاره کار وا نه خیستل شي.



































