یو شمېر ملي سوداګرو او د سوداګرۍ خونې چارواکو په مزار شریف ښار کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان اقتصادي ودې ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې همکاري وکړي. ددوی په خبره نړیوال دې د افغانستان کنګل شوي میلیاردونه ډالر ازاد کړي څو په دې توګه افغان سوداګر وکړی شي په ډاډه زړه او ازادانه توګه له نړیوالو سره سوداګریزې اړیکې وپالي او افغانستان په خپلو پښو ودرېږي. دوی همدا راز ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو اړتیا ده او د نړیوالو مسوولیت دی چې ددغه پیسو په ازادولو سره د فقر او بېوزلۍ په له منځه وړلو کې هم همکاري وکړي.



































