د افغانستان اړیکې له نړۍ او سیمې سره د پراختیا په حال کې دي. د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي متقي نن د افغانستان د سوداګرۍ د نوي وزیر او مرستیالانو د معرفي په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان د شلو کالو مخکې هېواد نه دی او نړیوال دې د فشارونو هڅه نه کوي. دده په خبره افغانستان اوس له ټولې نړۍ او سیمې سره ښې اړیکې لري او د ځینو هېوادونو فشارونه پر افغانستان ځکه اغېز نه کوي چې اوس دغه هېواد یوازې نه دی. نوموړي په خپلو خبرو کې دغه راز ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ خورا پیاوړې اقتصادي اړیکې رامنځ ته شي چې پر ټوله سیمه به مثبت تاثیرات ولري. هغه سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې امنیت یې په بشپړه توګه خوندي دی، د سوداګرۍ وزارت په مشرتابه کې ټول سوداګر دي، ګمرکونه شفاف دي او د لویو لارو امنیت خوندي دی، نو ځکه د سوداګرو مسوولیت دی چې خپل خدمت ته پراختیا ورکړي. د مولوي متقي په خبره پرمختللی او با ثباته افغانستان د ټولې نړۍ او سیمې په ګټه دی او په خبره یې دا مسئله یې نړیوالو ته واضح کړې ده. متقي دغه راز ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه هم له افغانستان سره د ښو او ډاډمنو اړیکو غوښتونکي دي او په خبره یې ا.ا.ا هم په دې لټه کې دی چې افغانستان د سیمې لپاره د اتصال په څلور لارې بدل کړي او دایمي پرمختګ ته لار هواره کړي.



































