قرغزستان وایي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت له دوام سره همکاري کوي. د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر روسلان کزاکبایف د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په سیمه کې ددغه ادارې له ماموریت سره همکاري کوي. دده په خبره هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې هم د ملګرو ملتونو له ماموریت سره همکاري وکړي او د بشردوستانه فعالیتونو په برخه کې یې وخت ناوخت کوربه توب وکړي. هغه زیاته کړې چې که د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي غواړي له قرغزستان هم په افغانستان کې ماموریت ترسره کولی شي. ملګرو ملتونو هم د یاد هېواد له دایمي همکاریو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د سیمې هېوادونه دې په افغانستان کې له بشردوستانه فعالیتونو سره همکاري وکړي.



































