د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي ډي مایو د G-20 هېوادونو تر غونډې وروسته ویلي چې د طا.لبانو په ډله کې د ۱۷ هغو کسانو موجودیت ته په کتو چې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دي د اوس لپاره د دغې ډلې د حکومت په رسمیت پېژندل ناممکن دی. هغه زیاته کړې چې د افغانستان نوی حکومت باید د ښځو حقونو او د بشر نورو بنسټیزو حقونو ته پوره درناوی وکړي او وروسته له هغه ممکن په رسمیت وپېژندل شي. ډي مایو ټینګار کړی دی چې د افغانستان کنګل شوې بودجه په افغانانو پورې اړه لري او له اقتصادي بحرانه د افغانانو د ایستلو لپاره په کار ده چې دا پیسې ازادې شي او بېرته افغانستان ته وګرځول شي.



































