د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د چین هېواد له سفیر وانګ یو سره کتلي دي. په یاده لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر، پراختیا خبرې کړې دي. عزیزي په دې لیدنه کې چین هیواد ته د افغانستان د صادراتو د ودې په هکله د یاد هېواد له نږدې همکاریو مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې د جلغوزیو او زعفرانو د صادراتو برخه کې هم شته ستونزې باید ژر تر ژره اوارې شي. په همدې حال کې وانګ یو هم د کرونا له امله ځینو محدودیتونو ته په اشارې افغانستان سره د خپل هیواد د سوداګریزو، اقتصادي او تخنیکې مرستو ډاډ ورکړی دی. دغه راز دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، تخنیکي مسایلو او بانکي تبادلو اړوند تفصیلي بحث کړی او د هوايې دهلیز پر بیا پرانستلو، د افغانستان-چین د ګډې کمیټې د ستونزو پر حل او فعالولو يې ټینګار کړی دی.



































