بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دوحه کې د ا.ا.ا او امریکایي پلاویو تر منځ ناسته ګټوره وه. له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې پر ګڼ شمېر سیاسي او علاقې وړ مسایلو خبرې شوې دي. دغه راز د دوحې تړون عملي کېدل د ګڼ شمېر ستونزو د حل یوازنۍ لار بلل شوې ده. د اعلامیې له مخې چې بشري مرستې باید په سیاسي مسایلو پورې ونه تړل شي، ځکه چې افغانان تر بل هر وخت بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري. امریکا ژمنه کړې ده، چې له افغانستان سره به بشري مرستې کوي او له نورو نړیوالو بنسټونو به هم وغواړي، چې له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي. د ا.ا.ا پلاوي د امریکا د کېدونکو مرستو هرکلی دی او ژمنه یې کړې ده، چې یادې مرستې په شفایت سره اړمنو کسانو ته رسول کېږي او تر څنګ به یې د مرسته کوونکو بنسټونو استازو ته د راتګ او امنیت فضا برابروي. په راتلونکې کې هم د دواړو لارو ترمنځ ددغه ډول ناستو په تر سره کېدو ټینګار شوی دی.



































