د ا.ا.ا هیله ښودلې، چې امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې ور خلاصې کړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په قطر کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز په یوه بحث کې پر امریکا نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې امریکا باید بشري مسایل له سیاسي مسایلو سره ونه تړي. نوموړي زیاته کړې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم امریکا د افغانستان نهه میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالره کنګل کړي، څو د طالب چارواکو لاسرسی ورته بند شي. متقي ویلي، چې امریکا باید د پیسو کنګل کېدل د فشار په توګه ونه کاروي، ځکه د امریکا دې کړنې د افغانستان خلک اوس له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، چې دمګړۍ د تېر حکومت شااوخوا پنځه لکه مامورین په دندو بوخت دي او دوی معاشونه ورکوي. متقي د نجونو د ښوونځيو په اړه ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي او په تدریج سره به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانستل شي.



































