قزاقستان افغانستان ته د پنځه زره ټنه اوړو د ورکړې ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرزان کازيخانوف د رییس الوزرا له مرستیال ملا برادر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او نورو اړوندو مسایلو بحث شوی دی. قزاقي لوري ډاډ ورکړی چې دوی تر خپلې وسې د افغانستان تر څنګ درېږي او بشري مرستو ته به ادامه ورکوي. په دې لیدنه کې یرزان ملا برادر ته د پنځه زره ټنه اړو د مرستې سند هم ورکړی دی. قزاقستان ویلي چې ژر به افغانستان ته د دغه اوړو د لېږد بهیر پیل شي.



































