سیمه ییزو قدرتونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس جوړ کړي. د راپورونو له مخې د مسکو په فارمټ کې راټولو شوو هېوادونو پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې د افغانستان پر بیا رغونه فکر وکړي او پر همدې تړاو د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس راوبولي. دوی وایي د افغانستان د ابادۍ لپاره باید ډېرې پیسې هغه هېوادونه ورکړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په دغه هېواد کې نظامي حضور درلود او جګړې یې کړې دي. د مسکو د غونډې ګډونوالو دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان تر څنګ درېږي او له دغه هېواد سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. د مسکو غونډه پرون د افغانستان په اړه جوړه شوې وه چې په هغه کې چین، هند، پاکستان، روسیې او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو ګډون کړی و. امریکا یې د خپل نه ګډون لامل لوجستیکي ستونزې ښوودلې وې.



































