په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو د وژلو پېښې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او پر اوسني حکومت یې غږ کړی دی چې وروستۍ پېښې په جدي او بې پرې توګه وڅېړي. یاد بنسټ په مزار شریف او جلال اباد کې د بشري حقونو د فعالانو وژل کېدو ته په اشارې ویلي چې که چېرته د ورته پېښو مخنیوی ونه شي نو د پراختیا احتمال یې لوړېږي. یوناما دغه راز ویلي چې مدني ټولنه هدف نه شي ګرځول کېدای او نه هم معافیت یوه ټاکنه کېدای شي نو باید د شویو پېښو جدي څېړنه وشي څو له دې وروسته هیڅوک د خپلو حقونو د غوښتنې په جرم ونه وژل شي.



































