هند وایي پاکستان لا هم اجازه نه ده ورکړې چې هندي غنم یې له خاورې په استفادې افغانستان ته و رسول شي. هندي چارواکو رسنیو ته ویلي چې لا هم د دوی زرګونه ټنه غنمو ته د پاکستاني حکومت له لوري د ترانزیت اجازه نه ده ورکړل شوې او په دې تړاو د پاکستاني حکومت کړې ژمنې نه عملي کېږي.
هند په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د ختمولو لپاره له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده، خو پاکستان دغه لاریو ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې تېر شي او افغانستان ته ورسېږي.
عمران خان بیا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي وو، چې د یادو غنمو د ترانزیت اجازه به ورکړي، خو تر اوسه دغه ژمنه عملي شوې نه ده.



































