امریکايي رسنۍ وایي نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې زرګونه ماشومان له خوارځواکۍ وژغوري. یو ایس اې ټوډې نشریې په یوه راپور کې ویلي چې دمګړی شاوخوا ۳،۵ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي چې باید له دې سخت وضعیت وژغورل شي. نشریه وایي نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې له افغانستان سره پر وخت اړینې مرستې وکړي او د میلیونونه وګړو ژوند وژغوري.
سرچینه کاږي چې دمګړی په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونه وګړي له خورا سختې لوږې سره مخ دي خو په ټوله کې دلته له بېوزلۍ او لوږې سره د مخ کسانو شمېر تر ۲۴ میلیونه وګړو هم اوړي. په راپور کې راځي چې د روان کال له پیله په افغانستان کې بېکاري او نا امني د لوږې او بېوزلۍ د پراختیا لامل شوې چې وروستي تحولاتو دا لړۍ لا پراخه کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام بیا دغه رسنۍ ته ویلي چې دوی په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې لپاره میلیونونه ډالرو ته اړتیا لري او هڅه کوي له مرستندویه هېوادونو یې ترلاسه کړي.



































