د سره صلیب نړیوالې کمېټې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس دامینیک سټېل د رییس الوزار له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر ګڼو مسایلو خبرې شوې دي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې پلاوي ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. سټېل ویلي چې دوی د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او سرې میاشتې کمېټې سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې ده او هڅه کوي خپلې بشردوستانه مرستې لا ډېرې کړي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي تمه لري چې وکړی شي چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې اړینه همکاري ولري. مولوي عبدالکبیر هم د سره صلیب له مرستو مننه کړې او د دې مرستو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.



































