حکومت د ځنګلونو د ساتنې او خوندي کولو امر کړی دی. د راپورونو له مخې د ا.ا کابینې په خپله وروستۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې په ټول هېواد کې دې د ځنګلونو ساتنه وشي او د هغه د پرې کولو مخنیوی دې وشي.
د کابینې پرېکړې همدا راز د هغو وسایلو پر لېږد او اخیستلو هم بندیز ولګولو چې د ځنګلونو د پرېکولو لپاره کارول کېږي. د کابینې په پرېکړه کې دغه راز د بندیانو د برخلیک معلومولو باندې هم ټینګار شوی دی او امنیتي ادارو ته سپارښتنه شوې ده چې د زندانیانو ټولو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د هغه بندیانو په اړه چې تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه باید په اړه یې د شریعت په چوکاټ کې پرېکړه وشي.
ا.ا تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې په هېواد کې به د ځنګلونو د ساتنې لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړوي او هڅه کوي ددغه مهمو طبعي شتمنیو د ختمېدو مخنیوی وکړي.



































