د افغانستان په صادراتو کې پام وړ ډېروالی راغلی دی. د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې د دوی د واکمنۍ په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان په صادراتو کې ۱۳۲ سلنه ډېروالی راغلی دی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د تېر نظام په دریو میاشتو (جوزا، سرطان او اسد) کې بهر ته د افغان صادراتو کچه ۱۱.۸۳ میلیارد افغانۍ وه خو د دوی د واکمنۍ په دریو میاشتو کې دغه کچه ۲۶.۸۳ میلیارد افغانیو ته لوړه شوې ده چې د تېر په پرتله ۱۳۲ سلنه ډېروالی ښیي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې هم ویلي چې بهر ته د افغان محصولاتو په صادراتو کې پام وړ ډېروالی راغلی دی.



































