اندونیزیا وایي دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. د اندونیزیا ولسمشر جوکو وديدو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت څاري او د بشري حالت په اړه اندېښمن دي. هغه وایي دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او تر څنګ یې ددې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې یو ټولشموله حکومت رامنځ ته شي.
د اندونیزیا ولسمشر دغه راز په افغانستان کې د ښځینه وو د حقونو پر ساتلو هم ټينګار کړی دی او وايي ددې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې د ښځو د تعلیم او نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي. اندونیزیا وایي په علمي برخه کې هم له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته تیار دي.
اندونیزیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنې کړې دي او تر څنګ یې د افغان سولې په برخه کې هم همکارې درلودلې.



































