د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې افغانستان د ټولو هېوادونو ځانګړې توګه د ترکیې همکاریو ته اړ دی او دوی غواړي چې ترکیه په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جیهاد ارګین ای سره په لیدنه کې کړې دي. د ا.ا د ویاند مرستیال ویلي چې په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر ویلي چې هېواد یې له بې ځایه شویو افغانانو سره د سرې میاشتې له لارې مرستې کړې دي او دا مرستې به دوام ولري. په ورته وخت کې مولوي عبدالکبیر د ترکیې له مرستو د مننې ترڅنګ له یاد هېواد څخه غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي څو په دې سره ګڼو افغانانو ته د کار زمینه برابره او دغه هېواد له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.



































