برېټانیا له افغانستان سره پر خپلو بشردوستانه مرستو سل میلیونه ډالر ورزیاتې کړي دي. د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر لیز ټراس د جي اووه هېوادونو په غونډه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري خدماتو په موخه پر خپلو ژمنه کړو مرستو ۱۰۰ میلیونه ډالر ورزیاتوي.
د نوموړې په خبره له دغه پیسو به د بشري مرستو، میرمنو حقونو د خوندي کولو او نورو اړوندو چارو لپاره کار اخیستل کېږي. سرچینه کاږي چې دوی غواړي په افغانستان کې د شاوخوا ۱،۸ میلیونه وګړو لپاره خوراک، څښاک، سرپنا او لومړنۍ مرستې برابرې کړي. برېټانیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره بشردوستانه مرستې اعلان کړې دي او اوس یې ټینګار کړی چې نور هېوادونه دې هم د بشري ناورین د مخنیوي په موخه له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.



































