په کابل کې سلګونه کسانو د امریکا ضد لاریون کړی دی. په کابل ښار کې سلګونه کسانو د امریکا له سفارت سره نږدې ددغه هېواد پر ضد شعارونه ورکړي او وایي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي. دوی وایي چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې ده او دا کار دوی ته د منلو نه دی. لاریون کوونکي وايي د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله افغانان له ستونزو سره مخ دي نو له همدې امله دې امریکا خپل بندیزونه لرې کړي او نړیوالو ته په هم په کار ده چې امریکا د افغانستان د شتمنیو ازادولو ته اړ کړي. امریکا هغه مهال د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړه، چې طا لبانو د واک واګې واخیسته او تر دې دمه ددې شتمنۍ پر کنګل کولو ټینګار کوي.





























