د افغانستان ا.ا وایي چې له دې وروسته هیڅوک پر بهرنیو اسعارو معامله نه شي کولی او که چېرته څوک ونیول شي نو سخت قانوني چلند به ورسره وشي. د ا.ا کابینې غونډه کې همدار راز کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې ده چې د ټول هېواد په کچه پر بهرنیو اسعارو د معاملاتو مخنیوي لپاره ځانګړې ډلې وګوماري. د کابینې غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې ده چې د علومو اکاډمۍ په چوکاټ کې دې د (اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څیړنیز مرکز) تر نامه لاندې ځانګړې اداره جوړیږي، چې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو د څېړنې دنده به پر غاړه لري.



































