متحده عربي اماراتو له افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی دی. د راپورونو له مخې د متحده عربي اماراتو د فدرالي هویت، تابعیت، امنیت، ګمرکونو او بندرونو وزیر محمد حماد الشامسي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د هېواد پر روان وضعیت خبرې شوې دي. الشامسي ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو په تېره په تعلیم تربیه، روغتیا، اقتصاد او زراعتي برخو کې همکاري کوي.
متقي په دې لیدنه کې د عربي اماراتو له مرستو مننه کړې ده او زیاتوي چې د دوی په مرسته به د افغانستان صادرات ډېر شي او اقتصادي پرمختګونه به رامنځ ته شي. متقي ویلي چې دوی له ټولو عربي ملکونو او نړۍ سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکي دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.





























