روسي سوداګرو د افغانستان پر تېلو او ګازو د پانګونې ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې د رییس الوزار مرستیال عبدالسلام حنیفي د روسي او افغان سوداګرو له ګډ پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او په دې برخه کې پر اسانتیا خبرې شوې دي.
د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په دې لیدنه کې روسي پانګه والو په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی. دده په خبره دوی دې ته خوشبیني ښوودلې چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو پر استخراج پانګونه وکړي.
افغانستان د تېلو او ګازو پرېمانه منابع لري خو د اوږدو جګړو له امله ددغه سرچینو استخراج ته زمینه نه ده برابره شوې او نوی حکومت په دې برخو کې د پانګونې د جذب په لټه کې دی.



































