د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې دوی د افغانستان بیا رغونې او ابادۍ ته ژمن دي. هغه نن په ارګ کې د صافي قوم له یو شمېر مخورو سره په لیدنه کې ویلي چې ا.ا د هېواد د ابادۍ لپاره ګڼ شمېر پلانونه لري او تر اوسه پورې یې پر ځینې هغو کارونه هم پیل کړي دي. عبدالکبیر ټینګار کړی دی چې د خپلواکي تر اخیستلو وروسته د دوی لومړیتوب د هېواد ابادي ده او په پوره ژمنتیا به د دغه هدف د لاسته راوړلو لپاره خپلو کارونو ته دوام ورکړي. نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د امریکا له لوري د افغانستان د مالي شتمني کنګل کېدو هېواد او هېوادوال له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړي دي.



































